پکتیا: د بالادې کانال د بيارغونې پروژه ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست له لوري د بالادې کانال د بيارغونې پروژه ددې رياست رئیس مولوي محمد کریم فاتح، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعيد، د اقتصاد رئیس مولوي محمد انور راشد، د بېلابېلو ادارو کارکوونکو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې ګټه اخيستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸)
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست له لوري د بالادې کانال د بيارغونې پروژه ددې رياست رئیس مولوي محمد کریم فاتح، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعيد، د اقتصاد رئیس مولوي محمد انور راشد، د بېلابېلو ادارو کارکوونکو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د اوبو په برخه کې د بشري مرستو پروګرام تر سرلیک لاندې د يوې مياشتې په موده کې د ٨٩٢٥٦٠ اته سوه دوه نوي زره پينځه سوه شپيته افغانيو په لګښت سره بشپړ شوه. چې ١٢٦٤ ميتره په اوږدوالي سره کانال پاک، د ٣٠ ميتره په اوږدوالي سره کانال په اساسي ډول جوړ او د ١٥ ميتره په اوږدوالي سره د سربند تحکيماتي ديوال ورغول شو.
له دې کانال څخه ٣٥٠ کورنۍ له ١٨٠ هکټاره څخه زياته کرنيزه ځمکه خړوبولى شي.