پکتیا: جانیخیلو ولسوالۍ کې د یوه سربند پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۸) د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د بازي خيلو سربند پروژه د ۹۱۵۱۹.۳۲ يو نوي زره پينځه سوه نولس عشاريه درې او دوه امريکايي ډالرو په لګښت سره بشپړه او ګټه اخيستنې ته وړاندې شوه. د بازي خيلو سربند او کانال پروژه د سويس پراختيايي همکاريو ادارې په مالي ملاتړ د اړيکو […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۸)
د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د بازي خيلو سربند پروژه د ۹۱۵۱۹.۳۲ يو نوي زره پينځه سوه نولس عشاريه درې او دوه امريکايي ډالرو په لګښت سره بشپړه او ګټه اخيستنې ته وړاندې شوه.
د بازي خيلو سربند او کانال پروژه د سويس پراختيايي همکاريو ادارې په مالي ملاتړ د اړيکو دفتر (TLO) همکارې مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څار لاندې د ۹۱۵۱۹.۳۲ يو نوي زره پينځه سوه نولس عشاريه درې او دوه امريکايي ډالرو په لګښت سره بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخيستنې ته وړاندې شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست رئيس مولوي محمد کريم فاتح او ددې رياست تخنيکي پلاوي، د اړيکو دفتر ولايتي مسؤل انجنير شريف الله ايوبي او د يادې مؤسسې کارکوونکو، د جاني خيلو ولسوالي ولسوال مولوي شوکت سعيد، سيمه ييزو چارواکو، د اقتصاد او زراعت رياستونو استازيو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظيم الشان مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. د ښه راغلاست وينا د جاني خيلو ولسوال ښاغلي مولوي شوکت سعيد واوروله. نوموړي ګډونوالو ته د دغه سربند او کانال پروژې د بشړيدو مبارکي وويله او په ياده برخه کې يې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست او همکارې مؤسسې له هڅو او کړنو مننه وکړه.
ورپسې د اړيکو دفتر همکارې مؤسسې ولايتي مسؤل ښاغلي انجنير شريف الله ايوبي وينا وکړه. هغه د سربند او کانال په اړه هر اړخيز مالومات وړاندې کړل نوموړي وويل،” دغه سربند د ۱۷ مترو په اوږدوالي، ۱۱.۷ مترو په پلنوالي او د ۴ مترو په ژوروالي سره جوړ شو. ددې سربند د لاټينګښت په موخه د سربند دواړو خواوو ته د ۱۱۴ مترو په اوږدوالي سره ساتندوی ديوالونه هم جوړ شوي او همدارنګه د ۸۲ مترو په اوږدوالي سره کانال په اساسي ډول جوړ شوی دی.” نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې له دې سربند او کانال څخه د ۱۰ لويو او کوچنيو کليو ۱۷۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي. چې په مرسته به يې ۴۰۰ جريبه زراعتي ځمکه خړوبيږي.
ورپسې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کريم فاتح وينا وکړه. نوموړي د دغه پروژې په اساسي ډول پلي کولو له امله د اړيکو دفتر همکارې مؤسسې له مسؤلينو مننه وکړه او د دوی کړنې او هڅې يې د هېواد د رغونې په برخه کې وستايلې. هغه همدارنګه پر کورنيو او نړيوالو بنسټونو او مؤسساتو باندې غږ وکړ تر څو د هېواد په بيارغونه کې خوځنده ونډه واخلي. ښاغلي فاتح خپل راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شريک کړل او د پراختيايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې يې پر انډول ساتلو ټينګار وکړ.
ياد مراسم د ګډنوالو له لوري د پټۍ په پرې کولو او دعا په ويلو سره پای ته ورسيدل.