پکتیا: ترافیکي پیښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۷) نن ورځ د د ګردیز-خوست پر لویه لار ترافیکي پېښه له امله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د راپور له مخې، پېښه له غرمې وروسته د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په حدودو کې د ملکي وګړو یو عراده بکسه موټر د سرک غاړې استنادي دیوال سره د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۷) نن ورځ د د ګردیز-خوست پر لویه لار ترافیکي پېښه له امله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د راپور له مخې، پېښه له غرمې وروسته د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په حدودو کې د ملکي وګړو یو عراده بکسه موټر د سرک غاړې استنادي دیوال سره د ټکر په پایله کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان دي.
د ولسوالۍ مسؤلین وایي، د پیښې ځای ته یې پر وخت رسیدنه کړې او یاد کسان یې د پکتیا حوزوي روغتون ته انتقال کړي