پکتيا کې ۶ کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د پکتيا عامه روغتيا رئيس صدرالدين عزام وايي د دې ولايت په ۶ نويو سپينو ساحو کې ۶ روغتيايي کلينيکونه د WHO په مالي ملاتړ د هدف مؤسسې له لورې تطبيق او عملاً ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. عزام وويل«ياد شپږو کلينيکونه د دې ولايت په پنځو ولسواليو ډنډې پټان، جاني […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د پکتيا عامه روغتيا رئيس صدرالدين عزام وايي د دې ولايت په ۶ نويو سپينو ساحو کې ۶ روغتيايي کلينيکونه د WHO په مالي ملاتړ د هدف مؤسسې له لورې تطبيق او عملاً ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

عزام وويل«ياد شپږو کلينيکونه د دې ولايت په پنځو ولسواليو ډنډې پټان، جاني خېلو، ګردې څېړۍ، سيدکرم او میرزکه کې روغتيايي خدمات پیل کړل، د هغه په وينا په دغو روغتيايي کلينيکونو کې پنځه د SHC او يو BHC کلينيک دی.

د پکتيا ولايت لپاره د هدف مؤسسې مسؤل ډاکتر مولاداد عابد وايي چې يادو روغتيايی مرکزونو ته د ۳،۲ ميليونو افغانيو په لګښت درمل او طبي او وسايل اخيستل شوي دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې د ا.ا په راتګ سره ۱۷ ځايي روغتيايي کلينيکونو، ۱۰ پورې نوي موبائيل ټيمونه او تر ۴۰۰ پورې بشري قوه د روغتيا په برخه کې په کار ګمارل شوې.