پکتيا کې د بريا او پرمختګ تر نامه لاندې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹) نن يکشنبه، پکتيا کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست او د چاپيريال ساتنې ادارې لخوا د بريا او پرمختګ تر نامه لاندې د نيالګيو کېنولو کمپاين د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو. د پکتيا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالروف سعيد باختر اژانس ته وويل چې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹)

نن يکشنبه، پکتيا کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست او د چاپيريال ساتنې ادارې لخوا د بريا او پرمختګ تر نامه لاندې د نيالګيو کېنولو کمپاين د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو.

د پکتيا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالروف سعيد باختر اژانس ته وويل چې د ۱۴۰۲ کال لپاره په پام کې ده چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې ۳۰ زره ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي کينوي چې زرګونه هکټاره تخريب شوي ځنګلونه به بيا ورغوي. د نوموړي په وينا يو شمېر مؤسساتو هم ورسره ژمنه کړې چې باغدارانو ته نيالګي وويشي.
سعيد وويل: (( د کرنې رياست اړوند د ځنګلونو او ځمکو تلپاتې مديريت پروژې له لارې په ۱۴۰۲ کال کې ۹۱۷ هکتاره ځنګل بيا رغول کېږي چې ۲ لکه ۷۰۰۰ زره ۸۰۰ د چهارمغزو نيالګي ۱۳ ځنګلدارۍ ټولنو ته ويشي او کينوي. همدا رنګه د دې ولايت يو شمېر مختلفو ولسواليو کې ۱۲ زره ۶۶۰ مثمر او غير مثمر نيالګي کينول کېږي.))

په ياده غونډه کې د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين وويل چې د هېواد آبادۍ، زرغونتيا او ځان بسياينې لپاره مهمه ده چې په ګډه نيالګي کينول شوي، او ساتنه يې وشي. نوموړي خوښي وښوده چې سږ کال د امن او سولې په فضاء کې نيالګي کينول کېږي.

د دې ولايت چاپيريال ساتنې رئيس مولوي عبدالهادي هدايت ټينګار وکړ، چې هر کس د هېواد ابادۍ لپاره بايد يو يو نيالګی کېنوي او هم يې ساتنه وکړي. نوموړي ونې د چاپيريال ساتنې لپاره مهمې وبللې.