پکتيا: پر ۱۰۰ ميرمنو د خياطۍ ماشينونه او توکې ووېشل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) پکتيا کې د EPD مؤسسې له لورې د دې ولايت سيدکرم ولسوالۍ کې پر ۱۰۰ تنو بې وزله ميرمنو باندې د خياطۍ ماشينونه او اړوندې توکې ووېشل شول. د EPD مؤسسې مسؤل اسدالله نظري باختر اژانس ته وويل چې هرې کورنۍ ته د ۱۴ زره افغانيو په ارزښت کيټونه ورکړل شول، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) پکتيا کې د EPD مؤسسې له لورې د دې ولايت سيدکرم ولسوالۍ کې پر ۱۰۰ تنو بې وزله ميرمنو باندې د خياطۍ ماشينونه او اړوندې توکې ووېشل شول.

د EPD مؤسسې مسؤل اسدالله نظري باختر اژانس ته وويل چې هرې کورنۍ ته د ۱۴ زره افغانيو په ارزښت کيټونه ورکړل شول، چې په هر کيټ کې يوه پايه د خياطۍ ماشين، يو ميز، يوه چوکۍ، يوه قيچي، يو يو بريښنايي او ګازي اوتو، يوه ګاز ډبه او نور اړوندې اړين توکې شامل ؤ.

بلخوا له يادو کيټونو برخمنې ميرمنې خوښي څرګندوي او وايي چې د خياطۍ دغه کيټونه به دوی سره د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې همکاري وکړي او دوی به وکولای شي چې له همدې طريقه خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړي.

د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د يادې مؤسسې لخوا د دغه ولايت ګردې څيړۍ ولسوالۍ کې د خياطۍ ورته کيټونه پر ۱۰۰ بې وزله ميرمنو وېشل شوي ؤ.