پکتيا: پر څه د پاسه پر ۲۰۰۰ کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۷) د پکتيا کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ د AWCPO مؤسسې له لورې د دې ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې پر ۲۱۹۹ اړمنو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې. مسؤلين وايي چې دغې نغدې مرستې په لومړي پړوا کې پر هرې کورنۍ ۴۳۰۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۷) د پکتيا کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ د AWCPO مؤسسې له لورې د دې ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې پر ۲۱۹۹ اړمنو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې.

مسؤلين وايي چې دغې نغدې مرستې په لومړي پړوا کې پر هرې کورنۍ ۴۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا رياست مسؤلين وايي چې ياده مرسته د دغه رياست تر نظارت لاندې په شفاف ډول پر مستحقو کورنيو ووېشل شوه.