پکتيا: د یو میلیون افغانیو په ارزښت پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د پکتیا ولایت مرکز ګرديز په رباط اشرت خیلو کلي کی د کاریز او ویالې پاکولو یوه لویه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ياده پروژه د ۹۵۷۱۹۵ افغانيو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د پاملرنې مؤسسې په همکاري تطبیق شوه. د پاملرنې موسسسې مسئول […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د پکتیا ولایت مرکز ګرديز په رباط اشرت خیلو کلي کی د کاریز او ویالې پاکولو یوه لویه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ياده پروژه د ۹۵۷۱۹۵ افغانيو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د پاملرنې مؤسسې په همکاري تطبیق شوه.
د پاملرنې موسسسې مسئول په خپلو خبرو کې وويل چې دغه پروژه کې د شاوخوا ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالی کاریز پاکول او ۱۱ څاه ګانو رغول شامل وه، چې په دې سره به شاوخوا ۹۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي او همدارنګه ۱۰۵ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.