پکتيا: د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله د ګمرک له لارې ۵ مليارده افغانۍ عوايد راټول شوي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د پکتيا ګمرک رياست مسؤلين وايي چې د روان ۱۴۰۱ کال له پيل څخه تر دې مهاله يې ۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي. د ګمرک رياست مرستيال مولوي طيب رسنیو ته وويل، سږ کال يې عوايد زيات شوي چې د تېر په پرتله څو برابره لوړوالی ښيي، د نوموړي په وينا […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د پکتيا ګمرک رياست مسؤلين وايي چې د روان ۱۴۰۱ کال له پيل څخه تر دې مهاله يې ۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي.

د ګمرک رياست مرستيال مولوي طيب رسنیو ته وويل، سږ کال يې عوايد زيات شوي چې د تېر په پرتله څو برابره لوړوالی ښيي، د نوموړي په وينا ياد عوايد يې د سوداګرو د ګمرکي محصلاتو له درکه راټول کړي.

د ګمرک رياست مسؤلين همدا راز زیاتوي چې عوايد د يوې شفافې پروسې له لارې راټولېږي چې له کبله پکې زياتوالی هم راغلی.