‏په ٢١٧ عمري قول اردو کې لسګونه عرادې مختلف النوع وسایط ترمیم شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ٢١٧ عمري قول اردو د تخنیک مدیریت له لورې په لسګونو عرادې مختلف النوع وسایل او وسایط ترمیم او فعال شول. په دغو وسایطو کې ٦٠ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۰ عرادې ضربتي ټانګونه، ٣٥ عرادې انټرنیشنل موټرونه او ۱۰ عرادې امبولانس موټرونه شامل دي. دغه وسايط د سختو جګړو او تېرې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ٢١٧ عمري قول اردو د تخنیک مدیریت له لورې په لسګونو عرادې مختلف النوع وسایل او وسایط ترمیم او فعال شول.

په دغو وسایطو کې ٦٠ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۰ عرادې ضربتي ټانګونه، ٣٥ عرادې انټرنیشنل موټرونه او ۱۰ عرادې امبولانس موټرونه شامل دي.

دغه وسايط د سختو جګړو او تېرې ادارې د نه پاملرنې له امله ویجاړ شوي وو، چې د ٢١٧ عمري قول اردو د زیارکښه او مسلکي انجنيرانو د هڅو په پايله کې بېرته فعال شول.