په ٢٠٣ البدر قول اردو کې ٣٠٠ ويجاړ شوي وسايط ورغول شول

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۲) د البدر قول اردو د ابو دجانه لوا د تخنیکي ټیم له خوا څه باندې (۳۰۰) نظامي وسایط چې ویجاړ شوي او د کارونې وړ نه وو، بیرته ورغول شول او کارونې ته چمتو شول. په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کوماز موټر،۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۲)
د البدر قول اردو د ابو دجانه لوا د تخنیکي ټیم له خوا څه باندې (۳۰۰) نظامي وسایط چې ویجاړ شوي او د کارونې وړ نه وو، بیرته ورغول شول او کارونې ته چمتو شول.

په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کوماز موټر،۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچني پور کلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت د انجنيري او تخنيکي ټيمونو تر هلو ځلو سلګونه نور وسايط هم د بيرته فعالېدو لپاره لاندې دي.