په هلمند کې د شوراب په لویه امریکايي قرارګاه فدايي بریدونه پیل شول، لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الخندق عملیاتو په ځپونکي جریان کې نن سهار شاوخوا ۵ بجې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې میشته د شوراب په امریکايي آ‌ډه چې د هلمند قول اردو هم ورته وايي ګڼ شمیر فدايي مجاهدین ور ننوتل. استشهادي مجاهدین وتوانیدل چې له ځانګړو تکتیکونو څخه په استفاده د شوراب میدان دننه داخل شي […]

د الخندق عملیاتو په ځپونکي جریان کې نن سهار شاوخوا ۵ بجې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې میشته د شوراب په امریکايي آ‌ډه چې د هلمند قول اردو هم ورته وايي ګڼ شمیر فدايي مجاهدین ور ننوتل.
استشهادي مجاهدین وتوانیدل چې له ځانګړو تکتیکونو څخه په استفاده د شوراب میدان دننه داخل شي او هلته په امریکايي اشغالګرو او داخلي غلامو کمانډويي او نور عسکرو ځپونکي ګوزارونه پيل کړي.
د ابتدايي معلوماتو په اساس دا څو ساعته کیږي چې سخته جګړه روانه ده، فدايي مجاهدین ټول ژوندي دي او بریدونو ته دوام ورکوي چې تر اوسه يې لسګونه اشغالګر او داخلي عسکر وژلي او ټپيان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د شوراب په آډه پخوا هم څو ځلې ورته فدايي عملیات ترسره شوي چې اشغالګرو او ګوډاګیانوته يې درانه تلفات اړولي وو.
په یاد مرکز وروسته له هغه د داسې عملیاتو تابیا وشوه چې له همدې شریرې ځالې څخه د هلمند او نورو شاوخوا ولایتونو په ملکي او مظلوم اولس د شپنیو چاپو او بمبارونو طرحې عملي کیږي چې له امله يې ګڼ شمیر ملکي هیوادوال شهیدان شوي، سلګونه کورونه، بازارونه، کلینیکونه، مساجد او عامه تأسیسات ویجاړ شوي دي.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۲۴/۶/۱۴۴۰هـ ق
۱۰/۱۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/3/1م