په نادعلي ولسوالۍ کي د دستارفضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه:

  نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دماتکي دښت په سیمه کي دمدرسه عربیه دارالعوم تحسین القرآن نورانیه له لوري ددیني زده کړو د وړې او لویي دورې د د فارغینو د فراغت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه. فارغین ټول ۳۶ کسان وه چي له جملې یې ۴ تنه د دورة الکبری فاضلان، […]

 

نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دماتکي دښت په سیمه کي دمدرسه عربیه دارالعوم تحسین القرآن نورانیه له لوري ددیني زده کړو د وړې او لویي دورې د د فارغینو د فراغت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه.

فارغین ټول ۳۶ کسان وه چي له جملې یې ۴ تنه د دورة الکبری فاضلان، ۳۰ تنه حافظان او ۲ تنه قاریان وه.

په دغه جلسه کي د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د ځینو ولسوالیو علماء کرامو، د مدرسې استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او عامو وګړو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره ددیني زده کړو پر ارزښت، د قرانکریم د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوي وکړې، همداراز یې فارغ سوو علمآء کرامو، قاریانو او حافظانو ته سپارښتني وکړې چي خپل زده کړی علم تر نورو مسلمانانو ورسوي او خپل الهي او دیني مسؤلیت اداء کړي.

د جلسې په شانداره بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې او بېلابېلي حماسې ترانې هم زمزمه کېدلې چي د ګډونوالو لخوا په ډیر شوق سره بدرګه کېدلې.

دیادوني وړده چي دنوموړي مدرسې د مهتمم محترم حاجي محمد نور (نـوراني) صاحب لخوا فارغینو ته ځانګړي تحفې ورکړل سوې.

د پروګرام په وروستیو کي فارغ سوو فاضلانو، حافظانو او قاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه او جلسه د شیخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالودود (فاریابي) صاحب لخوا په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

د یادوني وړ ده چي دجلسې دأمنیت چاري دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ داستخباراتو د مدیر محترم ملاعبدالقادر(واحدیار) صاحب ترمدیریت لاندي وې

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۱ هـ ق