په ملک اصغر څلورلارې کې د ښاري ښکلا یو سمبول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹) د ښاري ښکلا پروګرامونو پر دوام په ملک اصغر څلورلارې کې د پامیر شرکتونو ډلې په مالي ملاتړ د ښاري ښکلا یو سمبول تر جوړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹)
د ښاري ښکلا پروګرامونو پر دوام په ملک اصغر څلورلارې کې د پامیر شرکتونو ډلې په مالي ملاتړ د ښاري ښکلا یو سمبول تر جوړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال له هغو سوداګرو چې، تر دې دمه یې د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده، مننه وکړه او ویې ویل چې، د داسې پروګرامونو په پلي کېدو سره به د ښار په بڼه کې غوره بدلون راشي.
د نوموړي په وینا کابل ښاروالي د ښاري ښکلا لپاره نوي پلانونه تر لاس لاندې لري چې یو پر بل پسې به پلي شي.
د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د ډیزاین له مخې د ملک اصغر څلورلارې ښکلا چارې د خصوصي سکټور په مالي مرسته د (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت په (۶) میاشتو کې بشپړې شوې دي.
په څو پوړونو کې د یوه سمبول جوړول، د اوبو فوارې، زرغونه سیمه، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول، د څراغونو نصب او د کټارو د رنګول د یادې څلورلارې د ښکلا په چارو کې شامل دي چې، ورسره به د ښار په دې مرکزي برخه کې ښاري ښکلا لا ډېره شي.
‏⁦