په لغمان کې د ختیځ زون په کچه د والیانو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) یاده ناسته په لغمان ولایت کې ترسره شوه، چې پرمهال يې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد سربېره، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، کنړ والي مولوي طه، نورستان والي مولوي حکیم د ولایتونو مرستیالانو، امنیه قوماندانانو، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د استخباراتو […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) یاده ناسته په لغمان ولایت کې ترسره شوه، چې پرمهال يې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد سربېره، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، کنړ والي مولوي طه، نورستان والي مولوي حکیم د ولایتونو مرستیالانو، امنیه قوماندانانو، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د استخباراتو رئیسانو او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی وو.

لومړی د تېرې ناستې په پرېکړو، پرمختګونو، تصميمونو او لاسته راوړنو هر اړخیزه بحث وشوو.

په ورته مهال لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد د دې ولایت په اړه هر اړخيزه معلومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

هغه وويل په ټول لغمان کې امنيت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې په دې ولايت کې غيرې قانوني کړنې ترسره کړي.

ښاغلي عابد وويل په لغمان کې ښه حکومتولي، فساد سره مبارزه او د انکشاف او بیا رغونې چارې په ښه شکل روانې دي.

ورپسې د ننګرهار، کنړ او نورستان والیانو هم د خپلو ولايتونو په اړه هر اړخیزه معلومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

په نوموړې ناسته کې د ختیځو ولایتونو د لا ډاډمن امنیت په موخه لازمې پرېکړې ترسره شوي، چې د امنیتي مسوولينو له لوري يې د تعقيب او اجرا په موخه بشپړ ډاډ څرګند شوو.

په یاده ناسته کې د ټولو خواوو څخه په خپل منځي همکارۍ او لا همغږۍ تاکید وشوو.