په غزني ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او پاک چاپیریال رامنځته کېدو په موخه د ښاروالۍ لخوا موانع لري شوې

. د غزني ولایت ښاروالۍ ریاست له لوري د ښاري انضباطي کمیټې په مرسته دغه ښار کي د موانع لري کولو لړۍ پېل شوه. د ښاري نظم خوندیتوب، پاک چاپیریال رامنځته کېدو په خاطر د یاد ښار په بېلابېلو برخو کي پر پیاده ر ونو او سړکونو اېښودل شوي توکي او اجناس لري کړل شول […]

.

د غزني ولایت ښاروالۍ ریاست له لوري د ښاري انضباطي کمیټې په مرسته دغه ښار کي د موانع لري کولو لړۍ پېل شوه.
د ښاري نظم خوندیتوب، پاک چاپیریال رامنځته کېدو په خاطر د یاد ښار په بېلابېلو برخو کي پر پیاده ر ونو او سړکونو اېښودل شوي توکي او اجناس لري کړل شول .

د یاد ولایت ښاروالي ریاست مسؤلین وایي د ښاري نظم ، پراختیا ، ښاریانو ته دغوره ښاري چاپيریال او سهولتونو برابرولو په برخه کې مسؤلیت لري ، خوله ښاریانو غواړي چې په ښار کې د ګڼې ګونې مخنیوي او پاک چاپیریال د رامنځته کیدو په برخه کې خپل مسوولیت پرځای کړي.

او تر څنګ یې د دې یادونه هم کوي چې غزني مېشتي دي د وروستي ځل لپاره خبر وي .
که يي چیر ته بیا ځلي له پاره توکي او اجناس پیاده رونو او سړکونو ته راویستل د ښاروالۍ ریاست له جدي غبرګون سره به مخ شي.

۱۴۴۳/۸/۲
۱۴۰۰/۱۲/۱۴