په سمنګان ولایت کې څه دپاسه ۶۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰) د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او اجراآتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې. په دغې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰)
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او اجراآتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې، د کوکجر او قره شباق کلیو د اوسیدونکو د زمین دارۍ سندونو د تطبیق د موضوع بررسي شوه چې پایله کې یې ۵۹۳۷ جریبه ځمکه د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر په ساحه کې او ۲۴۲ جریبه ځمکه د ایبک ښار په قره شباق کې، تثبیت او تشخیص شوه.
په دغې ناسته کې، د امیرالمومنین حفظه الله له فرمان سره سم د فعالیت په اړه هم ټینګار وشو.