په خانشین ولسوالۍ کی دقاریانو صاحبانو دفراغت په ویاړ شانداره جلسه تر سره سوه:

    نن دهلمند ولایت دخانشین ولسوالۍ اړوند د ملخان په علاقه کي د ( المدرسه دارالعلوم العربیه ) څخه دقاریانو صاحبانو دفراغت په مناسبت شانداره جلسه تر سره سوه.   په یاده جلسه کی زیات شمیر دینی عالمانو، مجاهدینو، نعت خوانانو، مسؤلینو، اوعامو مسلمانانو ګډون کړی وو.   د جلسې پیل د قرانکریم د […]

 

 

نن دهلمند ولایت دخانشین ولسوالۍ اړوند د ملخان په علاقه کي د ( المدرسه دارالعلوم العربیه ) څخه دقاریانو صاحبانو دفراغت په مناسبت شانداره جلسه تر سره سوه.

 

په یاده جلسه کی زیات شمیر دینی عالمانو، مجاهدینو، نعت خوانانو، مسؤلینو، اوعامو مسلمانانو ګډون کړی وو.

 

د جلسې پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته څو تنو دیني عالمانو هر یوه په خپل وار سره ددیني علم د فضائلو او احکامو په اړه مفصلي او ارزښتناکه ویناوي وکړې همدا راز یې ددیني علم د زده کړي پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې او د ټولني وګړي یې تشویق کړه چی خپل اولادونه دیني مدارسو ته ولیږي ترڅو د دین او هیواد لپاره دخدمت مصدر سي.

 

دجلسی په بهیر کی د نعت خوانانو له خوا خوږې ترانې زمزمه کېدې چی د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وسو.

 

دجلسې په ورورستیو کی فارغ سوو کسانوته د فراغت اسناد ورکړل سوه او د ویاړ بګړۍ ور پر سر سوې.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳۰ هـ ق