په اسلامي هيوادونو کي دډيموکراسۍ فتنه

ډيموکراسي دغرب له لوري د افغانستان داشغال په مهال له خورا شراوشور سره تر بېلابېلو شعارونو لاندي دافغانستان په مسلمان ملت وتپل شوه،  دغه غربي ډيموکراسۍ دازادۍ، بشري حقونو،  پرمختګ او سوکالۍ ترپوښونولاندي افغانستان ته راوړل شوه. داغربي ډيموکراسي هغه له ميلاده اته پيړۍ وړاندي دیونان ډیموکراسي  نه ده، بلکه دا داووه لسمي پيړۍ راوروسته […]

ډيموکراسي دغرب له لوري د افغانستان داشغال په مهال له خورا شراوشور سره تر بېلابېلو شعارونو لاندي دافغانستان په مسلمان ملت وتپل شوه،  دغه غربي ډيموکراسۍ دازادۍ، بشري حقونو،  پرمختګ او سوکالۍ ترپوښونولاندي افغانستان ته راوړل شوه.

داغربي ډيموکراسي هغه له ميلاده اته پيړۍ وړاندي دیونان ډیموکراسي  نه ده، بلکه دا داووه لسمي پيړۍ راوروسته پيداشوي ډيموکراسي ده، چي غربیانو اسلامي هيوادونو ته یاپه خپله او یايې دنيشنلي او سيکولري بنیادونو په وسیله راليږدولې ده.

غرب دغه ډيموکراسي داسلام په مقابل کي دیوه دین په حیث رامخکي کړي او داسلامي نظام  مخه يې پرې نيولې  ده.

ډيموکراسي دشرک، ارتداد، فساد او سترو ګناهونو یوه مجموعه ده،  ځکه کله چي موږ دډيموکراسۍ تعریف ته وګورو، نوداڅېزونه ډیر ښه ورڅخه څرګندیږي.

ډيموکراسي دحکومت يو داسي نظام ده، چي اعلی حاکمیت له خلکو سره وي  او عوام په واسطه اویابلاواسطه حکومت چلوي، په نظام کي  دعوامو نمائندګي وي، چي له څه معلومي مودې وروسته خپل نمائندګان دازادو انتخاباتو له لاري ټاکي.

دډيموکراسۍ د حکومت نظام په داسي ډول تعریفیږي: دحکومت یو داسي طرز چي داکثریت په بنیاد دپرېکړي دکولو په اصولو ولاړ وي.

په ډیموکراسي کي اعلی حاکمیت له الله تعالی څخه اخیستل شوی او خلکو ته ورکړل شوی دی، خلک قوانین جوړوي او بیايې عملي کوي، دقوانینو دجوړولو لپاره کوم شرعي اصول نشته، چي دهغو له مخي دي قوانین جوړ کړای شي،بلکه یوازي انساني عقل دی، چي دټولني لپاره قوانین جوړوي، انساني عقل که کوم څېر حرام کړل هغه حرام(غیرقانوني) دی اوکه يې څه حلال(قانوني) کړل هغه بیاحلال دی، وحی، قرآن کریم، حدیث دا هیڅ یو  په قانون جوړوني کي دخیل نه دي.

کله چي قانون جوړونه دولس حق شوه او له الله تعالی څخه (العیاذبالله) دغه حق واخیستل شو، سره له دې چي الله تعالی په متعددوآیتونو کي ځان ته دغه حق ثابت کړی دی، الله تعالی فرمايي، أَلالَهُ الخَلْقُ وَالامْرُيعنی الله تعالی ته  دپیداکولو او حکم(قانون جوړوني)صفت ثابت دی، امام نیشاپوري رحمه الله ویلي، په دغه ایات کي ددې خبري دلیل ده، چي له الله تعالی پرته هیچا ته داحق نشته، چي یوڅوک کوم حکم په بل چالازم کړي.

 نودجمهوریت معتقدین که وايي، چي موږ قوانین له دې امله جوړو، چي الله تعالی يې نه شي جوړولی اویايې جوړ کړي نه دي، نو له الله تعالی تبارک وتعالی څخه دداسي څه نفی کول چي الله تعالی یې ځان ته ثابتوي او یاداسي څه ورته ثابتول، چي الله تعالی یې له ځان څخه نفی کوي،  داکفر بلل کیږي.

 او که هغوی وايي، چي الله تعالی هم قوانین جوړوي او موږ يې هم جوړو، که  ورته وویل شي، چي الله تعالی هم قوانین جوړوي، نوبیادهغه په قوانینو بسنه ولي نه کوئ، نو ددې به هغوی درې ځوابه ورکوي، یابه وايي، چي الله تعالی ددیني امورو لپاره قوانین جوړ کړي دي او موږ ددنیايي امورو لپاره قوانین جوړ کړي دي، نوبیايې(العیاذبالله)  ځان په قانون جوړونه کي له الله تعالی سره شریک کړ، سره له دې  له الله تعالی سره نه په ذات، نه په صفاتو او نه هم په افعالو کي څوک شریک شته، نوچي  الله تعالی قوانین جوړوي، نوبیابل څوک داحق نه لري، که دوی وايي،  چي دالله تعالی قوانین (العیاذ بالله) ناقص دي، نو خدای پاک ته نقصان ثابتول داهم کفر دی.

 او که هغوی وايي، چي موږ داوسني عصر لپاره قوانین جوړوو، داخو کوم څوارلس سوه کاله وړاندي زمانه نه ده، نوی دور دی او نوي قوانین غواړي، نوبیاخو خبره لاخرابه شوه، ځکه الله تعالی موږ ته دقوانینو درا ليږلو لپاره نبی علیه السلام راليږلی دی، نوکه بیاهم نویو قوانینو ته اړتیاوای، نوبیاخو به یې بل نبی رالیږو، نوچي نه يې دی رالیږلی څرګنده ده، چي اړتیاورته نشته.

په جمهوري نظام کي ترټولو مهم څیز هغه دقانون جوړونکو ټاکل دي، چي داټاکل دولس له لوري دانتخاباتو له لاري ترسره کیږي،  ځکه ټول خلک په یوه ځل حاکمان او قانون جوړونکي نشي کېدلي، نوځکه هغوی باید دحاکمیت لپاره ځیني کسان انتخاب کړي بیادا انتخاب دهرچاحق دی، که ښه سړی وي اوکه بد، که جاهل وي او که عالم، که نروي اوکه ښځه آن که کافر وي او که مسلمان کولای شي، رایه وکاروي او یوڅوک ددې لپاره انتخاب کړي.

اوس که دډيموکراسۍ معتقدینو ته وویل شي، چي ایاښه او بد سره یوشی دي، دهغوی به هرو مرو ځواب داوي، چي نه هیڅکله ښه او بد سره یوشی کېدلی نه شي، ځکه که ووايي، چي هو دواړه یو شی دي، نو بیاموږ سمدلاسه ورته وايو، چي نوبیاهغه کسان چي بد وکړي، هغوی ته دمجرمینو په توګه سزا ولي ورکول کیږي، نو چي ښه او بد سره یوشی نه شول، نو ښه سړی او بدسړی هم سره یوشی کېدلی نه شي،  همداراز علم او جهل یوشی نه دي نو عالم او جاهل هم یو کېدلی نه شي، چي داسي ده، بیاد عالم انتخاب او دجاهل انتخاب څنګه سره یوکېدلی شي، نر او ښځه هم په خلقیت او طبعیت کي ډیر توپير سره لري، نو غوراوی به یې هم همداسي توپیر سره لري، مسلمان او کافر سره یو نه دي، ځکه کافر چي داسلام حقانیت نشي درک کولای، نوهغه به بیادنورو څيزونوحقانيت او حقيقت څنګ درک کړي ،  بیاڅنګه دیوه جاهل او عالم رایه، دښه او بد سړي رایه او دنر او ښځي رایه، دکافراومسلمان رایه سریو شی بلل کېدلی شي او ټولو ته په یوه ډول دانتخاب حق حاصل ده.

یو بل څېز چي په ډيموکراسۍ کي مهم دی او ډيموکراسي نظام پرې ولاړ دی هغه داکثریت رایه ده، که اکثریت یو فاجر کس ته رایه ورکړي، هغه به قانون جوړونکی هم ګرځي او حکومت چلونکی به هم ګرځيږي، همداراز که اکثریت دیوه حرام عمل دقانوني ګرځولولپاره رایه ورکړي، هغه حرام عمل به قانوني (حلال)ګرځي، اوس چي وکتل شي، چي ترصالحینو مفسدین ډیر  دي، نوهرومرو به مفسدین او فاسقین فاسق او مفسد ته رایه ورکوي، څنګه چي خبره درایو دکثرت ده، نوخامخابه مفسد او فاسق بریالی کیږي، چي فاسق او مفسد بریالی شو، نوهغه خو له خپل طبعیت سره سم فاسد قوانین جوړوي، چي کله فاسد قوانین جوړ او نافذ کړای شي، نوخپله اسلامي ټولنه دفساد لوري ته سوق کړای شوه.

له بده مرغه دغه ډيموکراسي چي په غیراسلامي  اصولو ولاړه ده، په اسلامي  هیوادونو کي يې داسلامي خلافت او اسلامي  امارت ځای نیولی دی، دسیکولري او نیشنلي نظريې خاوندانو په قصدي توګه، عام ولس په غیر ارادي ډول او هغو کسانو چي ځانونه په دین پوه بولي دحیلې له لاري جمهوري حکومتونه منلي او تائید کړي دي او ګډون یې پکي کړی دی او له یوې وړې حقي ډلي پرته ټول په دې فتنه کي اخته شوي دي.

په دې برسېره په اسلامي هیوادونو کي دروان انتشار، جګړو او وژنو ستر لامل همداجمهوري نظامونه دي، داسلامي هيوادونو مشرانو چي حکومتونه یې دغربي حکومتونو دډول تابع کړي، دوی ځانونه هم دغربي مشرانو تابع ګرځولي دي او په مسلمانانو دغربیانو په څېر او دهغوی په حکم ظلمونه او تیري کوي.

همدې ډيموکراسۍ مسلمانانو ته ذلت ورپه برخه کړی دی، ورځ تربلي په تنزل روان دي،  ددې په ځای چي پرمختګ وکړي، په شاتګ کوي، ددې په ځای  چي خپلي سیمي پراخي کړي، ورځ تربلي نړۍ پرې راتنګیږي، مسلمانانو چي تراوسه کوم پرمختګ کړی، هغه يې داسلامي خلافتونو په وخت کي کړی دي، دجمهوري نظامونوپه مهال داچي پرمختګ شوی نه دی، بلکه پرمختګ په ټپه درېدلی دی، آن هغه داسلامي خلافت دوخت برياوي له لاسه وتلي دي.

دهمدې غربي ډيموکراسۍ له امله په زیاتره هیوادونو کي په مسلمانانو غربي فکر ځپلي کسان واکمن دي او نيمه غربیان دمسلمانانو دمعاملاتو واکمنان دي.

همداراز ډیر لري نه ځو، بلکه اوسني روان دور ته یو نظر کوو، ګورو چي ډيموکراسي څنګه دمسلمانانو په ارادو لوبي کوي، دعربو پاڅونونه که څه هم ځیني پيچلي عوامل لري، خو عربو په یوه اسلامي فکر دخپلو حکومتونو په خلاف مظاهرې پیل کړې، په تونس برسېره دمصر، ليبیااو یمن مشران له خپلو تختونو بې برخي  کړای شول، خو چي نظام جمهوري شو، بیرته له مسلمانانو څخه واک یاپه زور اویاپه انتخاباتي لاري سيکولرو بې دینو واخیست، په مصر کي واک په زور واخیستل شو، که څه هم دمحمدمرسي حکومت دانتخاباتو له لاري راغی، خوڅنګه چي محمدمرسي او کابینه یې مسلمانان او په اسلامي فکر سمبال وو او دډیموکراسي له لاري مسلمانان هيڅکله واک ته نشي رسيدلی، لکه په الجزائر کي، نوځکه له واکه لري کړای شو، غرب هم دمحمدمرسي دلري کولو ملاتړ وکړ، ځکه غرب خو په اسلامي هیوادونو کي داسي ډيموکراسي نه غواړي، چي مسلمانان  واک ته ورسوي.

په تونس کي دتیري اونۍ په انتخاباتوکي سيکولرالسبسی واک ته ورسیدو او دتونسي مسلمانانو قربانۍ ضائع شوې، همداسي نور…

ډیموکراسي هغه لاره ده، چي غرب کولای شي، له همدې لاري په خپل فکر روزل شوي کسان په اسلامي هیوادونو واکمن کړي اویاترلږه په حکومت کي یې ور شریک کړي، چي بیادهغوی په وسیله خپلي ګټي خوندي کړي او داسلام په خلاف دغه کسان وکاروي.

يوازنی څيز اسلامي خلافت دی، چي مسلمانان له ټولو ستونزو خلاصوي، همدا اسلامي خلافت  مسلمانانو ته سوکاله اوسوله راولي،  خوښي او سرلوړي وبخښي، ددښمنانو دپلانونو مخه نیسي، دفاسدواو فاجرو کسانو دمشر کېدلو مخنیوی کوي، مسلمانان عروج ته رسوي، له زوال څخه یې ساتي، په وسیله يې دمسلمانانو په منځ کي قومي، وطني، لساني او نور بېلتونونه ورک کیږي،داسلامي خلافت په وسیله دمسلمانانوترمنځ بې ځایه اوغیر اسلامي سیالۍ ختمیږي، داسلامي خلافت له امله ټول مسلمانان سره یوموټی کیږي، چي بیاپه خپلو دښمنانو لاس بری موندلی شي، تردې ټولو ور هاخوااسلامي خلافت دمسلمانانولپاره دالله تعالی خوښ کړی نظام دی، څوک دی په مسلمانانوترالله تعالی ډیر رحمن او رحیم وي، چي تردې دي مسلمانانو ته غوره نظام خوښ کړي اوڅوک دی ترالله تعالی په نظام ډیر پوه، چي تردې دي ښه حکومتي نظام مسلمانانو ته وړاندي کړي.

همدالامل دی، چي زموږ دښمنانو اسلامي خلافت ونشو زغملای او نږدې يوه پيړۍ وړاندي يې مسلمانان له دې ستر نعمت څخه بې برخي کړل.

موسی مهاجر