په اسلامي نړۍ کې د امریکا دجګړې موخه

د امریکا پخوانی ولسمشر، جورج بوش لومړنی کس و، چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته یې د «ترهګرۍ ضد» جګړې خبره وکړه، بې‌له دې چې د دې ښکارندې څرنګوالی او تعریف وړاندې کړي. هغه مهال بوش له «سپېڅلې صلیبي حملې» څخه پرده پورته کړه او له هغې وروسته امریکا پر […]

د امریکا پخوانی ولسمشر، جورج بوش لومړنی کس و، چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته یې د «ترهګرۍ ضد» جګړې خبره وکړه، بې‌له دې چې د دې ښکارندې څرنګوالی او تعریف وړاندې کړي. هغه مهال بوش له «سپېڅلې صلیبي حملې» څخه پرده پورته کړه او له هغې وروسته امریکا پر افغانستان او بیا پر عراق بریدونه وکړل او د دغو پېښو په منځ کې جوته شوه، چې له ترهګرۍ د امریکا موخه هماغه اسلام دی؛ هغه اسلام چې له لوېدیز ماډرنیزم، سیکولریزم او په ځانګړې ډول له لوېدیز ارزښتونو سره مخالف دی. د امریکا مخکښ مفکر، فوکویاما د «نیوزویک» مجلې په کلنۍ ګڼه کې (ډسمبر ۲۰۰۱ – فبروري ۲۰۰۱) ولیکل: «نه شو کولای اوسنۍ جګړه په همدې ساده‌ګۍ سره د ترهګرۍ ضد وګڼو، بلکې دغه جګړه د بنسټپالې اسلامي ګروهې (عقیدې) پر ضد ترسره کېږي چې د ماډرنیزم او سیکولر حکومت پر وړاندې راپورته شوې ده او د اسلامي بنسټپالنې ګواښ د کمونیزم په پرتله څو برابره زیات دی. موږ ښايي جګړه اسلامي هېوادونو ته پراخه کړو تر څو مسلمانان لوېدیز ماډرنیټي او سیکولریزم ومني او د مسیحیت له دې اصل سره چې «د قیصر چارې قیصر ته او د خدای چارې، خدای ته وسپارئ» سره موافقه وکړي. د امریکا پخوانی ولسمشر، نیکسن د «فرصت» کتاب کې د اسلامي بنسټپالنې په تړاو د امریکا د مفهوم په باب لیکي:

«بنسټپالي د اسلامي تمدن بیاراپورته کېدا او د اسلامي شریعت پلې کېدا غواړي، تر څو اسلام د دین او دولت اساس او ریښه وګرځوي او که تاریخ ته وګوري، تېر د راتلونکي د لارښوونې سرچینه ګڼي؛ نو له دې امله دوی محافظه کاران نه دي، بلکې انقلابیان دي». دغو شاهديو پسې د انګلستان پخوانۍ لومړۍ وزیره، مارګریټ ټاچر وايي: «د اسلامي ترهګرۍ پر ضد مبارزه ټول مسلمانان رانغاړي، ان هغوی چې د سپټمبر یوولسمې پېښې او بن لادن او طالبان یې هم نه منل .

دغه خطر ټول هغه خلک رانیسي، چې د لوېدیز ارزښتونو مخالف دي او د هغوی ګټې د لوېدیز له ګټو سره په ټکر کې دي». برنارد لویس د نیوزویک مجله (ګڼه ۱۴مه، جنوري، ۲۰۰۴کال) کې لیکي: «ترهګري نن د لوېدیز او اسلام د اوږده کشمکش یوه برخه ده.

د اسلام پر بنسټ اخلاقي نظام له لوېدیز لارښوونو سره چې مسیحیت او یهودیت څخه اخیستل شوي دي، توپیر لري او دغه د دینونو ترمنځ جګړه ده». د امریکا د ۲۰۰۰کال ټاکنو ته نوماند، سناتور جوزف لیبرمن وايي: «د اسلامي او عربي هېوادونو په تړاو بله لار نه لرو، بې له دې چې امریکا خپل ارزښتونه او سیاستونه چې اړین یې بولي، پر هغوی په زور وتپي.

هغه شعارونه چې امریکا له خپلواکۍ راهیسي پورته کړي دي، د دې هېواد (امریکا) پولو پورې نه شي محدودېدای، بلکې نورو هېوادونو ته هم د لېږد وړ دي».

د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د جګړې حقیقت دغه شی دی، چې د دوی په خپلې شاهدۍ د اسلام پر ضد جګړه ده. ټامس فریډمن، امریکايی ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال د پاکستان له پېښوره نیویارک ټایمز ته لیکي: «په اسلامي سیمو کې باید اصلي جګړه له مدرسو پیل شي؛ له همدې امله ښايي په ډېرې چټکۍ سره خپلې نظامي حملې پای ته ورسوو او له نوو مدرسه يي کتابونو له وسلې سره د یوه نسل د روزنې په موخه بیا میدان ته وګرځو؛ داسې نسل چې زموږ سیاستونه داسې ومني، لکه سنډویچ چې خوري او تر هغو دغه مهم عملي نه شي، د مسلمانانو په منځ کې به دوستان ونه لرو».

له هغې وروسته چې امریکا د مالي سرچینو او دیپلوماتیکو فشارونو له لارې وتوانېده چې په پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د مدرسو درسي پروګرامونه بدل کړي، د هرالډ ټربیون نړیوالې ورځپاڼې د «سټانلي الف فایس» امریکايي لیکوال مقاله خپره کړه، چې اسلامي نړۍ ته د حل لارو په توګه وړاندیزونه کړي وو:

یو له هغو حل‌لارو د امریکا په خوښه اتاترکي سیکولریزم د اسلامي بنسټپالنې پر ځای وه. دی لیکي: «د ترهګرۍ ضد جګړې حقیقت دې ټکي پورې تړلې ده، چې ایا اسلامي هېوادونه به د ماډرن او سیکولر هېواد په توګه د ترکیې پلیوني شي او که لا به هم د اسلامي بنسټپالنې د ماډل پیروي کوي؟

د ترهګرۍ ضد د امریکا جګړه چې په نړیواله کچه پلې شوې ده او په دې برخه کې يې ازادي غوښتونکي ملي ځواکونه د خپلو نظامي، فکري او رسنیزو حملو سر کې په نښه کړي دي؛ یعنې ټول هغه کسان چې له لوېدیز فرهنګي ماډل څخه د اسلامي ختیځ د فرهنګي خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. اوس غربي شاهدانو هم دا مسئله رڼه کړې ده، چې د دوی جګړه د اسلام پر ضد ده.

د ترهګرۍ ضد د امریکا جګړه چې په نړیواله کچه پلې شوې ده او په دې برخه کې يې ازادي غوښتونکي ملي ځواکونه د خپلو نظامي، فکري او رسنیزو حملو سر کې په نښه کړي دي؛ یعنې ټول هغه کسان چې له لوېدیز فرهنګي ماډل څخه د اسلامي ختیځ د فرهنګي خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. اوس غربي شاهدانو هم دا مسئله رڼه کړې ده، چې د دوی جګړه د اسلام پر ضد ده.

دا هغه اعترافونه او حقیقتونه دي، چې ښايي زموږ لنډپاري ترې خبر شي او هغه چې ناخبره دي لا یې هم امریکايي معبود پورې زړونه تړلي دي، باید نور ويښ شي؛ دا هغه امریکا ده چې خپل اقتصاد یې د افریقايي غلامانو پر ملاوو ودراوه او د ازادۍ په نامه یې له هیروشیما نیولې تر ویتنامه یې په ټوله نړۍ کې ولسونه ووژل. له هغې نېټې راهیسې امریکا بې‌شمېره جنایتونه کړي دي او ډېر ملتونه یې نابود کړي دي.د افغانستان، عراق، سوریه او فلسطین پر ملتونو امریکا څه نادودې ونه کړې. اروپايي هېوادونه او په سر کې يې انګلستان او د اسلام پر ضد یې پخوانۍ کینه زموږ نه ده هېره، چې د صلیبي حملې پر مهال د چارلز قلب فار په مشرۍ يې د اسلام پر ضد څه جنایتونه ترسره کړل. بنا پر دې هغوی تر هغې ارام نه کېني، چې د خلیج ټول حکومتونه له پښو وغورځوي!

لیکوال مصری مفکر ډاکټرمحمد عماره

یادونه: د ډاکټر عماره پورته مقاله له فارسي راپښتو شوې ده