پروان: په وسلوالو غلاوو تورن شپږکسان ونیول شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲)پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې  هغه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه چې په وسلوالو غلاوو کې ښکیل بلل شوې وه او د ټولنې نظم یې خراب کړی. ویل کیږي چې یادو کسانو به د عامو وګړو له کورونو څخه مسلحانه غلاوې ترسره کولې او تر څنګ به یې د ا.ا خلاف […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲)پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې  هغه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه چې په وسلوالو غلاوو کې ښکیل بلل شوې وه او د ټولنې نظم یې خراب کړی.
ویل کیږي چې یادو کسانو به د عامو وګړو له کورونو څخه مسلحانه غلاوې ترسره کولې او تر څنګ به یې د ا.ا خلاف کړنې هم ترسره کولې.

د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد کامران زید وایي چې یادې ډلې څه موده وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د ا.ا یو تن مجاهد هم ټپي کړی او د ا.ا خلاف به یې پاروونکي نشرات هم کول.