پروان: د نجونو یوه لیسه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ بنی ورسک ښار ګوټي کې یو باب د انجونو لیسه چې ۱۲ درسي خونې کمپیوټر لپ،د کنفرانسونو تالار او څلور مدیریتونه لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه لیسه د UNHCR او ACHROموسسو په مالي تمویل د یاد ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ بنی ورسک ښار ګوټي کې یو باب د انجونو لیسه چې ۱۲ درسي خونې کمپیوټر لپ،د کنفرانسونو تالار او څلور مدیریتونه لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه لیسه د UNHCR او ACHROموسسو په مالي تمویل د یاد ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست تر چتر لاندې د قدوس خیل شرکت له لوري د ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت په څلور جریبه ځمکه کې د نهه میاشتو په موده کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې تړاو جودې شوې غونډې ته وینا کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وزیر حاجي خلیل الرحمن حقانيوویل: مونږ باید عملي او فرهنګي مرکزونه زیات کړو؛ ترڅو نړې ته وښیو چې افغانان له علم او فرهنګ سره څومره لیوالتیا لري.
نوموړي زیاته کړه  « دا چې یاد شهرک ته نوي کډوال راغلي دوي ته به پوره خدمت وکړو او هغه څه چې ورته لازم دي پوره کړو؛ او هغه ځمکې چې په یاد ښارګوټي کې غضب شوي هغه به بیرته تر لاسه او خپلو مالکانو ته وسپارل شي.»