پروان: د امر باالمعروف وزیر له مسؤلینو علماؤ او عامو وکړو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) نن د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي او ور سره پلاوي د یو سفر په ترڅ د پروان ولایت مسؤلینو علماؤ او عامو وګړو سره ناسته تر سره کړه، چې پکې د یاد ولایت والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، د دفتر رئیس د اداراتو مسؤلینو، ولسوالانو، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) نن د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي او ور سره پلاوي د یو سفر په ترڅ د پروان ولایت مسؤلینو علماؤ او عامو وګړو سره ناسته تر سره کړه، چې پکې د یاد ولایت والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، د دفتر رئیس د اداراتو مسؤلینو، ولسوالانو، د امرباالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو او عامو وګړو ګډون کړی وه.
  په لومړیو کې پروان کې د امرباالمعروف اونهی عن المنکر رئیس مولوي محمد صابر عمر د غونډې په هکله لنډ جزیات بیان کړل.
  په ورته وخت کې مولوي محمد عاکف مهاجر د یاد وزارت ویاند وویل له دې وړاندې مو ۲۸ ولایتونو سفر کړی، په دې سفر کې مونږ خلک دې ته هڅولي چې ځانونه په اسلامي اصولو او قوانینو سمبال کړي.
د امرباالمعروف اونهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي په خپلو ویناوو کې وویل: د ا.ا شل کلنې مبارزې هدف په یاده سپیڅلې کې خاوره د اسلامي نظام واکمنیدل او د اسلامي حدود جاري کول وه.
ښاغلي حنفي زیاته کړه:له نړیوالو سره تعامل ته چمتو دي، خو په یاد نظام معامله نه کوي.
هغه همدا راز یې د یاد ریاست له مسؤلینو وغوښتل، چې له عامو وګړو سره دې له نرمۍ څخه کار واخلي، او داسې کړنې تر سره کړي چې نړیوالو ته پند شي، او د عامو وګړو په ذهنونو باندې باید کار وشي، او  مونږ ټول یو قوم، یو ملت یو او د یو هدف لپاره کار کوو چې هغه ا.ا نظام دی.
ښاغلي وزیر ملي ارزښتونه د  امنیت ټینګښت او د سرحدونو محفوظیت وباله چې دا ښیګڼې په یاد نظام کې شاملې دي.
ښاغلي حنفي د ا.ا د حکم به هکله وویل:  مسؤلین دې د بیت المال په پیسو  ودونه نه کوي.
  په ورته وخت کې د یاد ولایت والي مولوي عبیدالله امین زاده راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د اسلامي نظام ښیګنه په دې کې ده چې د ټولو منازعو حل د اسلامي اصولو او قوانینو په رڼا کې ترسره کوي.