ټولګټوچارو وزارت: د هیواد د سړکونو او لویو لارو پاکولو بهیر وضعیت

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده، مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چین) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي او د ورځې په جریان کې به له یوېخوا د بار وړونکو موټر پر مخ هم پرانیستل شي. دغه راز؛ د غور ولایت اړوند د غور – […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده، مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چین) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي او د ورځې په جریان کې به له یوېخوا د بار وړونکو موټر پر مخ هم پرانیستل شي.

دغه راز؛ د غور ولایت اړوند د غور – هرات، غور – کابل لویې لارې پرانیستې دي، د بند بکک کوتل مسیر لار هم خلاصه ده او د غوک او بندبایان کوتلونو د پاکولو کار جریان لري، همدارنګه؛ د بامیانو ولایت اړوند د ابقول کرمان او ورس پل لارې بندې دي، خو نورې ټولي غځېدلي لارې یې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دی، په ورته مهال کې؛ د دایکنډي ولایت د قوناق کوتل لار خلاصه ده او د یاد ولایت د نورو بندو لارو د پاکولو کار جریان لري، بل لور ته په بدخشان ولایت کې د سرک نو ولسوالۍ غځېدلي لار بنده ده او نورې ټولي لارې یې خلاصې دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه له قرارداي شرکتونو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې هرڅه ژر د واورو له امله بندې لارې سړکونه له واورو څخه پاک او د هیوادوالو د تګ راتګ پرمخ یې پرانیزي.