هلمند کي ۳۷۰ تنه محصلین په وترنرۍ او کرنیزو زده کړو بوخت دي:

  په هلمند ولایت کي د پوهني ریاست اړوند د کرني او مالدارۍ انستیتیوت کي اوس مهال ۳۷۰ تنه محصلین په وترنرۍ او کرنیزو زده کړو بوخت دي. د یاد انستیتوت مسئولین وايي : دوی په کثیرالرشتوي او کرني برخه کي محصلین روزي چي اوس مهال ټول امکانات ورته برابر او درسې چاري يې په […]

 

په هلمند ولایت کي د پوهني ریاست اړوند د کرني او مالدارۍ انستیتیوت کي اوس مهال ۳۷۰ تنه محصلین په وترنرۍ او کرنیزو زده کړو بوخت دي.

د یاد انستیتوت مسئولین وايي : دوی په کثیرالرشتوي او کرني برخه کي محصلین روزي چي اوس مهال ټول امکانات ورته برابر او درسې چاري يې په ښه توګه رواني دي.

دغه محصلین د کرني او وترنرۍ پر زده کړو بوخت دي چي د مجربو استادانو له خوا په عملي او نظري توګه هغوی ته زده کړي ورکول کیږي.

د کرني او مالدارۍ د انستیتیوت آمر حسام الدین وايي : د کتابونو د لوست ترڅنګ دا زده کړیالان په عملي توګه په کرنیزو فارمونو او همدارنګه يوه خصوصي حیواني کلینیک کي هم عملي چاري پر مخ وړي چي له فراغت سره سم به په دواړو برخو کي بشپړه پوهه ولري.

د کرني او مالدارۍ د انستیتیوت محصلین وايي : زده کړیز بهیر يې ښه روان دی خو غوښتنه کوي چي اړین امکانات باید لا ډير ورته برابر سي ترڅو محصلین د کرني برخه کي نور هم پرمختګ وکړي او د یوې داسي معیاري کرني د ترویج لپاره کار وکړي چي افغانستان له خپلو محصولاتو څخه خود کفا سي.

هلمند کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر وايي : په ۷ ولسوالیو کي د مسلکي زده کړو لیسې لرو او د دې ترڅنک په لښکرګا ښار کي د کرني او مالدارۍ، کثیرالرشتوي، ادارې او حسابدارۍ برخه کي ۳ انستیتوتونه لرو چي سلګونه محصلین پکښي روزل کیږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۱ هـ ق