هلمند کي د غېږنیوني سیالۍ پای ته ورسېدې:

  دا سیالۍ په هلمند ولایت کي د ۸ لوبډلو د ۱۵۳ تنه لوبغاړو ترمنځ ترسره سوې. په دغه سیالیو کې د ۹ ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو او د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوو تر نظر لاندي ترسره سوې. د المپیک ملي کمېټې مسؤل انجینر نظرمحمد (مطمئن) هم په پایلوبه کي […]

 

دا سیالۍ په هلمند ولایت کي د ۸ لوبډلو د ۱۵۳ تنه لوبغاړو ترمنځ ترسره سوې.

په دغه سیالیو کې د ۹ ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو او د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوو تر نظر لاندي ترسره سوې.

د المپیک ملي کمېټې مسؤل انجینر نظرمحمد (مطمئن) هم په پایلوبه کي شتون درلود، نوموړي خوښي وښوده چي د سولي او اسلامي نظام په راتګ سره په ولایتونو کي ورزش وده کړې او ډلې ډلې ځوانان د امن او وروروۍ په فضا کي ورزش کوي.

د یادوني وړ ده چي د یادو لوبغاړو له جملې ۶۸ تنه لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره ټاکل کیږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۰ هـ ق

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست !