هلمند کي به د ټولو تاریخي او لرغونو آبداتو ساتني ته په جدي توګه پاملرنه کيږي:

  د افغانستان  د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال محترم  ذبیح الله (مجاهد) صاحب پرون په هلمند کي د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال سره د ځانګړي مرکې په ترڅ کي دغه څرګندوني وکړې. نوموړي وویل؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محترم مولوي خیرالله (خیرخواه) صاحب او د […]

 

د افغانستان  د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال محترم  ذبیح الله (مجاهد) صاحب پرون په هلمند کي د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال سره د ځانګړي مرکې په ترڅ کي دغه څرګندوني وکړې.

نوموړي وویل؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محترم مولوي خیرالله (خیرخواه) صاحب او د تاریخي آبداتو د ساتني معین محترم مولوي عتیق الله (عزیزي) صاحب سره هلمند ته په دې موخه په رسمي سفر راغلي ترڅو په دې ولایت کي د ځینو تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړي او اړوند مسؤلینو ته د تاریخي میراثونو او کلاګانو د ساتني په برخه کي جدي سپارښتني وکړي.

ښاغلی مجاهد وایي؛ اسلامي امارت د تاریخي آبداتو د ساتني په برخه کي جدي اقدامات کوي چي په وینا یې د تاریخي او لرغوني میراثونو د بیارغوني لپاره یې له نړیوالو هم غوښتني کړي او ځینو نړیوالو مؤسساتو ژمني ورکړي چي هغه تاریخي آبدات چي د ویجاړېدو د ګواښ سره مخ دي ورغوي.

هغه دغه راز زیاته کړه هیچاته به اجازه ورنکړي چي تاریخي ځایونه خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي، ابادۍ پکښي وکړي او یا یې هم غصب کړي.
نوموړي ټولي هغه رسنۍ چي د مالي ملاتړ او اقتصادي ستونزو له امله یې فعالیتونه بند کړي د مالي ملاتړ په برخه کي یې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي په دې برخه کي یې زیاتي هڅي هم راپیل کړي ترڅو یو شمېر هغه هیوادونه چي غواړي په افغانستان کي له رسنیو سره همکاري وکړي د هغوی همکاري یو ځل بیا راجلب کړي.

ښاغلي مجاهد وویل؛ چي د معلوماتو د لاسرسي په برخه کي د هیڅ خبریال په وړاندي ستونزي نسته وایي چي د هري رسنۍ خبریال کولای سي معلومات ترلاسه او اړوند مسؤل څخه د پېښي او موضوع په هکله معلومات وغواړي.

دغه راز نوموړي دا هم ویلي چي هلمند کي به  په ملي کچه د هلمند سیند مشاعرې جوړولو ته هم زمینه برابره کړي او د دې ترڅنګ به په دې ولایت کي ژر ښځینوو ته د ښوونځیو د تګ اجازه هم وکړل سي.

هغه وویل پر داسي مهال هلمند ته سفر کوي چي دا مهال یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او مالي ملاتړ د نشتون له امله خپل فعالیتونه بند کړي.
د یادوني وړده چي د اسلامي امارت د واکمنېدو راهیسي دا لومړی ځل دی چي اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او نشراتي مرستیال په رسمي سفر هلمند ته راځي چي ترې وړاندي د زراعت ، پوهني ، آمربالمعروف نهی عن المنکر ، کډوالو چارو او د آوبو او برېښنا وزیر هم دې ولایت ته په رسمي سفرونو راغلي وه.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۳ هـ ق