هلمند ښوراب ته څېرمه ترافیکي پېښي ۷ تنه ژوبل کړه:

  تېره ورځ د هلمند ولایت د ښوراب میدان ته څېرمه د مجاهدینو رینجر موټر اووښتی دی او ۷ اووه تنه پکښي ژوبل سوي دي. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په یاد موټر کي د دوو مجاهدینو په شمول ۱۲ کسان سپاره وه. خبر زیاتوي چي په یادو کسانو کي لس تنه یې ملکیان […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت د ښوراب میدان ته څېرمه د مجاهدینو رینجر موټر اووښتی دی او ۷ اووه تنه پکښي ژوبل سوي دي.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په یاد موټر کي د دوو مجاهدینو په شمول ۱۲ کسان سپاره وه.
خبر زیاتوي چي په یادو کسانو کي لس تنه یې ملکیان وه چي پر لاره دغه موټر ته ختلي وه.
موټر د تېز رفتار په حالت کي د کنټروله وتلی او چپه سوی دی او ۷ اووه تنه یې ژوبل کړي دي، یاد اووه ۷ تنه ټول ملکي خلګ دي دي.
ژوبل سوي کسان روغتون ته لېږدول سوي او تر درملني لاندي دي.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۱۱ هــ ق