هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کي د یو تن جسد تر ۱۷ ورځي وروسته وموندل سو: 

  د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د عباس آباد په سېمه کي د سردار د موسی جان د زوی په کور کي د حضرت علي د خالقداد د زوی جسد موندل سوی دی. د باختر آژانس خبریال د امنیتي مسولینو په حواله خبر ورکوي چي نوموړی کس د خپل اخښي په کور کي څه باندي […]

 

د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د عباس آباد په سېمه کي د سردار د موسی جان د زوی په کور کي د حضرت علي د خالقداد د زوی جسد موندل سوی دی.

د باختر آژانس خبریال د امنیتي مسولینو په حواله خبر ورکوي چي نوموړی کس د خپل اخښي په کور کي څه باندي ۱۷ ورځي وړاندي وژل سوی وو.

د امنیتي مسولینو په خبره چي حضرت علي تر وژل کېدو وروسته بوجۍ ته اچول سوی دی او د سردار په کور کي خاور کي پټ ساتل سوی دی.

امنیتي مسولینو باختر آژانس ته وویل چي د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په همږغۍ تر ۱۷ ورځو پلټونو او معلوماتو وروسته د نوموړي کس جسد د خپل اخښي په کور کي وموندل سو؛ ددوی په خبره چي د وژل سوي کس جسد د هزاجفت روغتون ته انتقال سوی دی.

د یادوني وړ ده چي ددې پېښي په تړاوو د کور خاوند ( سردار) د سردار میرمن او د سردار ورور د امنیتي ځواکونو لخوا  نیول سوي دي پوښتني او پلټني ترې رواني دي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۲ هــ ق