هلمند: نوزاد ولسوالۍ کي د ۱۹ کیلومتره سړک د جوړولو چاري پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کي په جغل اندازي شکل د نوي سړک د جوړولو چاري پیل شوې دا سړک چي د هزار خاک څخه شروع کیږي پر سرپله تیریږي او د سیاغول درې بازار پوري رسیږي چي د انارکه، اختکه، تیزنی او ګڼي نوري سیمي سره نښلوي. دغه سړک چي ۱۹ […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کي په جغل اندازي شکل د نوي سړک د جوړولو چاري پیل شوې

دا سړک چي د هزار خاک څخه شروع کیږي پر سرپله تیریږي او د سیاغول درې بازار پوري رسیږي چي د انارکه، اختکه، تیزنی او ګڼي نوري سیمي سره نښلوي.

دغه سړک چي ۱۹ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره عرض لري د اقتصاد ریاست لخوا د هلمند ولایت مقام په مالي ملاتړ د اسلامي امارت په بودیجه جوړیږي او شاوخوا ۵۰ تنه کاریګر هره ورځ پکښي کار کوي تر څو خلګو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.

دغه لار تر دې وړاندي د تګ نه وه، چي په مخ کي یې درې او کوچني غرونه وه، خو اوس د درو او غرونو منځ کي نوې لاره په جغل اندازي توګه جوړیږي چي په جوړېدو سره به یې نه یوازي کوچني موټرونه، بلکي غټ او باربري موټرونه په اسانۍ سره تګ راتګ وکولای سي او په لږ وخت کي به له یوې سیمي څخه بلي سیمي ته رسیږي.