هلمند :نادعلي ولسوالۍ کي برمې ته لوېدلی ماشوم وژغورل سو

تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کي د محمدګل ولد مهردل په نامه یو ماشوم ۸۰ متره برمې ته ور لوېدلی وو چي د برمې په ۵۵ مترۍ کي بند سوی وو. له نېکمرغه ماشوم د ځایي خلګو لخوا د برمې څخه راوایستل سو. د ماشوم روغتیایي حالت […]

تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کي د محمدګل ولد مهردل په نامه یو ماشوم ۸۰ متره برمې ته ور لوېدلی وو چي د برمې په ۵۵ مترۍ کي بند سوی وو.
له نېکمرغه ماشوم د ځایي خلګو لخوا د برمې څخه راوایستل سو.

د ماشوم روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی فقت یې سر څو ځایه مات سوی او زخمي سوی دی.

د یادوني وړ ده چي شاوخوا دوې اونۍ مخکي هم ددغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کي یو ماشوم برمې ته لوېدلی وو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وو، ددغه پیښو لوی لامل د برمو د سرونو نه پټول او بې پروایي ده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۲ هـ ق