هلمند مارجې ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي یو ماشوم ژوبل کړ:

  نن ماپښین مهال د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ بلاک نو 9 سیمي کي ترافیکي پېښي یو ماشوم هلک ژوبل کړ. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي پر موټرسېکل سپور کس یو تن ماشوم په موټرسېکل ووهی او هغه یې ژوبل کړ. خبر زیاتوي چي موټرسېکل چلونکی د […]

 

نن ماپښین مهال د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ بلاک نو 9 سیمي کي ترافیکي پېښي یو ماشوم هلک ژوبل کړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي پر موټرسېکل سپور کس یو تن ماشوم په موټرسېکل ووهی او هغه یې ژوبل کړ.

خبر زیاتوي چي موټرسېکل چلونکی د سیمي څخه تښتېدلی او ماشوم د امنیتي منسوبینو له خوا نږدې کلینیک ته لېږدول سوی او تر درملني لاندي دی.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۳ هــ ق