هلمند: لښکرګاه ښار کې د پنځه کیلومتره سړک د پخولو چاري پیل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸)تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار بولان ساحه کې د پنځه کیلومتره سړک پراخولو او اساسي پخولو/قیر کولو چاري د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري پیل شوې. د ښاروالۍ ویاند محمدطاهر ابشار باختر آژانس ته وویل: ياد سړک چې پنځه کیلومتره اوږدوالی او پنځه متره بر لري د ښاروالۍ په پراختیایي بودجې د اسحاق […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸)تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار بولان ساحه کې د پنځه کیلومتره سړک پراخولو او اساسي پخولو/قیر کولو چاري د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري پیل شوې.

د ښاروالۍ ویاند محمدطاهر ابشار باختر آژانس ته وویل: ياد سړک چې پنځه کیلومتره اوږدوالی او پنځه متره بر لري د ښاروالۍ په پراختیایي بودجې د اسحاق خیرخواه رحیمي ساختمانی شرکت له لوري یې چاري ترسره کیږي.

نوموړي وویل چې د یاد سړک د کمپکشن، لېول کارۍ او جغل اندازۍ چاري مخکي تر سره سوي وې.

دا چې د ورځي له لوري پر ياد سړک تګ راتګ ډېر وي نو د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني په هدايت د قیر کولو چارې یې د شپې لخوا تر سره کیږي.