هلمند سږ کال د ۷ ولایتونو د ورزشکارانو کوربه وو:

  دهلمند ولایت رهبرۍ سږ کال د ۷ ولایتونو د ورزشکارانو لپاره بېلابېل سهولتونه برابر کړې وه. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سږ کال د هغه ورزشکارانو لپاره چي هلمند ته راغلي وه د سهولتونو برابرولو لپاره اړوند بنسټونو ته لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړې. خبر […]

 

دهلمند ولایت رهبرۍ سږ کال د ۷ ولایتونو د ورزشکارانو لپاره بېلابېل سهولتونه برابر کړې وه.

د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سږ کال د هغه ورزشکارانو لپاره چي هلمند ته راغلي وه د سهولتونو برابرولو لپاره اړوند بنسټونو ته لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړې.

خبر زیاتوي چي د ولایت رهبرۍ سږ کال د هلمند فوټبال فدراسیون، ترانسپورت او ښاروالۍ ریاستونو ته دنده سپارلې وه چي د ورزشکارانو لپاره د لوبو ځای، د ترانسپورټ اسانتیا، د ډوډۍ خوړلو خوړنځای او نور تخنیکي سهولتونه برابر کړي.

د یاد هدایت په اساس د ورزشکارانو لپاره ځانګړی جمنازیوم، ځانګړی ترانسپورټېشن او نوري اسانتیاوي برابري سوي وې.
د لوبو په وروستۍ ورځ هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب، دولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو هم د لوبو نندارې کي ګډون کړی وو.
د مراسمو په وروستۍ برخه کي د فوټبال فدراسیون له خوا هلمند والي او مرستیال ته بګړۍ ډالۍ سوې.
وروسته هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب خپله ځانګړې لونګۍ د بامیان ولایت د ورزش ټیم مسئول ته او دولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب خپله ځانګړې لونګۍ د هرات ولایت د ورزش ټیم مسئول ته ډالۍ کړې.
چي د لوبو د نندارچیانو او ورزشکارانو له خوا دغه کار د تکبیر په نعرو بدرګه سو.

پایله:
دافغانستان اسلامي امارت د مرکز او ولایاتو په سطحه د ټول هیواد د یووالي، صمیمیت، ملي روحیې راژوندي کولو، ورورګلوۍ او اخلاص لپاره کارکوي د هر ډول تعصب مخنیوی او د نژادي توپیرونو له منځه وړل یې د مهمو اهدافو څخه دي.
دلته ټول اولسونه او اقوام سره وړونه او یو دبل تکیه بلل کېږي،.دڅلورو لسیزو ناخوالي او ترپګنۍ باید نوري ختمي او د هېواد لپاره په هره برخه کي په ګډه خدمت وکړو.
او د ملي روحییې دریز پیاوړی کړو.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۱۱ هـ ق