هلمند: د څښاک پاکو اوبو رسولو د پروژې د یوی برخې تخنیکي چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د (IRC) همکارې مؤسسې له خوا د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ په بیلابیلو کلیوالي سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د (۵) حلقو نوو ژورو څاه ګانو او (۸) حلقو پخوانیو غیرې فعاله ژورو څاه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د (IRC) همکارې مؤسسې له خوا د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ په بیلابیلو کلیوالي سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د (۵) حلقو نوو ژورو څاه ګانو او (۸) حلقو پخوانیو غیرې فعاله ژورو څاه ګانو او لاسي پمپونو د رغولو تخنیکي چارې یي مخکې پیل شوې وې فعلا د پروژې د دې برخې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه، چې په پایله کې يې (۳۱۲) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ او همدارنګه د روغتیا په برخه کې به د ذکر شوو سیمو د اوسیدونکو د ساري امراضو کچه راکمه شي .