هلمند: د ترانسپورټ ریاست عواید د تیرو کلونو په پرتله زیات شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د هلمند د ترانسپورټ ریاست مسؤولین وایي چي د پخوا په پرتله یې ترانسپورټي سیسټم منظم او عواید یې زیات شوي دي. د ترانسپورټ ریاست د عوایدو امر مولوي ګلاب وايي تېرو کلونو کي دغه ریاست د میاشتي تر ۲۰۰ او یا هم درې سوه زره افغانیو پوري عواید ترلاسه کول، […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د هلمند د ترانسپورټ ریاست مسؤولین وایي چي د پخوا په پرتله یې ترانسپورټي سیسټم منظم او عواید یې زیات شوي دي.

د ترانسپورټ ریاست د عوایدو امر مولوي ګلاب وايي تېرو کلونو کي دغه ریاست د میاشتي تر ۲۰۰ او یا هم درې سوه زره افغانیو پوري عواید ترلاسه کول، خو اوس یې شمېر شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانیو ته لوړ شوی دی.

نوموړی وایي په عوایدو کي شفافیت او ترانسپورټي خدماتو کي د تنظیم او رسمي نماینده ګیو له مخي یې فعالېتونه په سمه توګه روان دي.

همداراز د ترانسپورټ ریاست د انسجام او تنظیم مسؤل ملا عزت الله وفا وایي دلته د لویو او کوچنیو موټرانو لپاره رسمي نماینده ګۍ او اتحادې جوړي شوي چي د لویو او کوچنیو موټرانو د تګ راتګ لاري چاري یې منظمي کړي دي.