هلمند: دګرمسیر ولسوالۍ له ټولو ملحقاتوسره په بشپړه توګه دمجاهدینو په کنترول کې شوه  

نن غرمه دهلمند ولایت دګرمسیر ( هزارجفت )ولسوالۍ  اړوند د ګواډاګۍ ادارې دمزدورې اردو او پولیسو پر ګنو پوستو او مرکزونو پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ ، داستخباراتو مدیریت  اوټول تاسیسات او ملحقات  پوستې اوقرارګاوي په بشپړه توګه  […]

نن غرمه دهلمند ولایت دګرمسیر ( هزارجفت )ولسوالۍ  اړوند د ګواډاګۍ ادارې دمزدورې اردو او پولیسو پر ګنو پوستو او مرکزونو پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ ، داستخباراتو مدیریت  اوټول تاسیسات او ملحقات  پوستې اوقرارګاوي په بشپړه توګه  دمجاهدینو لاس ته ولویدي

ګوډاګي عسکر دتلفاتو په لیدلو سره د ډوېر میدان ته تښتیدلي چې هلته هم ورباندي دمحاصرې کړۍ راتنګه شوي

همداراز  مازدیګر  دیادي ولسوالۍ  دسربند په سیمه کې ګوډاګي عسکر له خپل مهم  اوغټ کنډک څخه د لښکرګاه پر لوري وتښتیدل

ددښمن ګڼ شمېر وسلې ، وسائط اومهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي

2021/7/11