‏هرات کې ۶ داعشیان ووژل شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې، د ځانګړو ځواکونو له لوري په هرات کې د داعشیانو پر وړاندې عملیات تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې شپږ داعشیان وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نیول شوي دي. نوموړی زیاتوي چې دغو داعشي فتنګرو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې، د ځانګړو ځواکونو له لوري په هرات کې د داعشیانو پر وړاندې عملیات تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې شپږ داعشیان وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغو داعشي فتنګرو څو ورځې وړاندې په هرات کې د یوه بس په چاودنه کې لاس درلود چې ډاکټران يې انتقالول.
مجاهد وایي، له وژل شویو داعشي ملیشو څخه ډیرې وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په کابل ښار کې هم د ځانګړو استخباراتي ځواکونو لخوا په ورته عملیاتو کې ۵ تنه فتنه ګر له منځه یووړل شول.