نیمروز: د سړې هوا له امله، تر دوه زره زیات څاروي له منځه تللي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د نيمروز ولايت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالخالق “حکيم الله” وایي، دغه ولايت کې تېره اوونۍ د سړې هوا او سختو بادونو له امله ۲۵۳۴ څاروي له منځه تللي دي. ښاغلي حکيم الله زياته کړه، چې د نيمروز ولايت په مرکز او ولسواليو کې غواوې، اوښان، پسونه او آسان […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د نيمروز ولايت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالخالق “حکيم الله” وایي، دغه ولايت کې تېره اوونۍ د سړې هوا او سختو بادونو له امله ۲۵۳۴ څاروي له منځه تللي دي.

ښاغلي حکيم الله زياته کړه، چې د نيمروز ولايت په مرکز او ولسواليو کې غواوې، اوښان، پسونه او آسان شامل چې په دغو څارويو کې ډېره مرګ ژوبله په خاشرود ولسوالۍ کې اوښتې ده.

په ورته مهال د نيمروز د کرنې او مالدارۍ رئیس خبر ورکوي چې د دغه ولايت کرنيزو ځمکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

له څو ورځو راهیسې په نیمروز ولایت کې د بې ساري سړې هوا او تندو بادونو له امله د څارویو د له منځه تلو لامل سوی او د ا.ا محلي مسؤولین هڅه وکړه ترڅو په شته امکاناتو سره پر اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشي.