نورستان: کامدیش ولسوالي کې ۱د سړ ک د بیارغوني چارې دوام لري

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د نورستان ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکې وایي په کامدیش ولسوالۍ کې د کمو _ میردیش ۱،۲ کیلومیتره تخریب شوي سرک د بیارغوني چاري په چټکۍ سره رواني دي،چې ډیر ژر به بشپړ او ګټي اخستني ته به وسپارل شې. د نورستان ولایت ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد نبي وایي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د نورستان ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکې وایي په کامدیش ولسوالۍ کې د کمو _ میردیش ۱،۲ کیلومیتره تخریب شوي سرک د بیارغوني چاري په چټکۍ سره رواني دي،چې ډیر ژر به بشپړ او ګټي اخستني ته به وسپارل شې.
د نورستان ولایت ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد نبي وایي یاد سرک په کمو او مردیش کلیو په ساحو کي د سیلابونو له امله په بشپړ ډول له مینځه وړل شوي وو،چي د سیمي خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.
هغه زیاته کړه د سرک سیندغاړو ساحو ته بلډروال او ۱۰۰ میتره په اوږدوالي استنادي ديوالونو جوړ کړي دې،تر څو د سیلابونو او سیند اوبو د تخریب مخنوي وشې.
نوموړي وایي د یاد سرک ۹۰ سلنه چاري په اساسي ډول ترسره شوي دې،او پاتي ۱۰ سلنه چاري به په رواني میاشت کې بشپړ شي.