نورستان: له واورو څخه د پارون اسعد اباد لويې لارې د پاک کاري چارې روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د نورستان ولایت مسؤلین وایي سږ کال د نورستان ولايت د تېرو څو کلونو په پرتله د زياتې واورې شاهدان یو، د نورو سرکونو سربېره د پارون اسعداباد ترمینځ سرک څخه د واورو د پاکونې او د سرکونو د خلاص ساتلو په موخه یاد ریاست وخت پر وخت د سرکونو مراقبت او […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د نورستان ولایت مسؤلین وایي سږ کال د نورستان ولايت د تېرو څو کلونو په پرتله د زياتې واورې شاهدان یو، د نورو سرکونو سربېره د پارون اسعداباد ترمینځ سرک څخه د واورو د پاکونې او د سرکونو د خلاص ساتلو په موخه یاد ریاست وخت پر وخت د سرکونو مراقبت او پاک کارۍ ترسره کړي.
د نورستان د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل وایي
د وروستيو ورځو سختو واورو وروسته هم لار په عادي ډول خلاصه ساتل شوې او د پاک کارۍ چارې دوام لري.
د دغې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دغه ګام هرکلی کوي او زیاتوي چې د یادې لارې په صفایې سره یې په تګ راتګ کې اسانتیا رامینځ ته شوې ده .
نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې هرکال د ژمي په موسم کې پکښې سختې واروې وریږي، چې کله کله یې د فرعي لارو ترڅنګ عمومي لارې هم بندیږي ،خو د ا_ا په راتلو د دغې ولایت ادارې په خپلو چارو کې د ګړنديو کړنو له امله لارې خلاصې دي.