نورستان: زرګونو کروندګرو او مالدارانو سره مرستې ترسره شوې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) نن د (ایف . ای . او ) موسسې له لورې د دغه ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې (۳۸۰) کروندګرو سره د یوه بورۍ توره یوه بورۍ سپینه سره او یوه بورۍ د غنمو د تخم مرسته وشوه . د دې ترڅنګ په یاده ولسوالۍ کې د دوه زره(۲۰۰۰) مالدارو سره […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) نن د (ایف . ای . او ) موسسې له لورې د دغه ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې (۳۸۰) کروندګرو سره د یوه بورۍ توره یوه بورۍ سپینه سره او یوه بورۍ د غنمو د تخم مرسته وشوه .
د دې ترڅنګ په یاده ولسوالۍ کې د دوه زره(۲۰۰۰) مالدارو سره هم د حیواناتو د خوراکې توکیو مرسته ترسره شوه .
د یادې موسسې له لورې د واما په ولسوالۍ کې هم دوه زره(۲۰۰۰) خلکو سره د حیواناتو د خوراکې مرسته وشوه ،چې په کې هرې کورنۍ ته څلور بورۍ د څارويو خوراکي موادو ترڅنګ (۲) کیلو د شفتلو تخم هم ورکړل شو .
د دې ادارې د پلي کوونکې موسسې اکټيډ مسؤل انجنیر الفت په وينا په دغو دوو ولسواليو کې د مالدارۍ او کرهڼې په برخه کې خلکو ته ټرننګونه هم روان دي.