نورستان: دوه پروژو لوبغاړي او ټولنیز مرکز د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ د UNHCR موسسې په مالي لګښت د لوبغالي او ټولنیز مرکز د جوړیدو بنسټ ډبره ددي ولایت والي ښاغلي حافط محمد آغا حکیم په لاسونو کېښودل شوه. په همدي مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د نورستان والي په ګډون […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ د UNHCR موسسې په مالي لګښت د لوبغالي او ټولنیز مرکز د جوړیدو بنسټ ډبره ددي ولایت والي ښاغلي حافط محمد آغا حکیم په لاسونو کېښودل شوه.
په همدي مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د نورستان والي په ګډون د UNHCR نړیوالي اداري د ختیځ زون مسؤل ویلیم ایجالو، ،د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان ،کډوالو چارو ریاست مسؤلینو،یوشمیر اداري رئیسانو ،قومي مشرانو او د پروژې انجینرانو ګډون کړی وو.
د نورستان والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکیم وویل پر دغه دواړو پروژو باندي ۳۴۰۰۰۰ دري لکه او څلویښت زره امریکایي ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې لخوا ورکول کیږي،چې دوه سوه ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره شې.
ښاغلي والي وویل ورزشي لوبغالي چې ۴ جریبه ساحه کې جوړیږي،د فټ بال لوبو ترڅنګ نور ورزشي لوبي به پکې هم ترسره کیږې.
همدارنګه والي وویل ټولنیز مرکز په دوه منزله کې جوړیږي چې ۸ اطاقونه لري، مسجد، د اوبو شبکه،برق سستم او احاطه هم پکې شامل ده،د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شې.