نن ورځ غزني ولایت کې د یتیمانو د روزنې او پالني لپاره دارالایتام بنسټ ډبره کېښودل شوه

  تیره ورځ سه شنبه یاد ولایت مرکز ارباب کلي کې د دارالایتام ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې محترم والي خلیفه محمد اسحاق اخنذاده او د اسلامي امارت لوړ پوړې چارواکې هم حاضر ول یاد دارالایتام به داسلامي امارت د مشرانو او د کلي د خلکو په همکارۍ په نږدي راتلونکي کې […]

 

تیره ورځ سه شنبه یاد ولایت مرکز ارباب کلي کې د دارالایتام ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې محترم والي خلیفه محمد اسحاق اخنذاده او د اسلامي امارت لوړ پوړې چارواکې هم حاضر ول یاد دارالایتام به داسلامي امارت د مشرانو او د کلي د خلکو په همکارۍ په نږدي راتلونکي کې ورغول شي.
په همدي تړاو جوړه شوې غونډه کي دیني عالمانو په خپل وار خبرې وکړې چې ټولي خبري یې د کونډو او یتیمانو په حقونو څرخېدلي
په جوړه شوې غونډه کي د اسلامي امارت استخباراتو عمومي ریاست مرستیال الحاج ملا رحمت الله ( نجیب) د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله ( ابوحمزه) د غزني ولایت مرستیال والي مولوي محمدحنیف ( عباده) د غزني ولایت دامنیت آمر حاجي عبدالله ( موحد) او نورو مشرانومجاهدینو علماوو قومي مشرانو ځوانانو دشهیدانو وارثینو هم برخه اخیستي وه .

د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال ښاغلي حاجي نجیب صاحب بیا د خبرو په مهال د یتیمانو کورنیو ته د ډاډ ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت د شهیدانو توی شوي وینې نه هیروې او زیاته یې کړه چې نور د ناخوالو څخه د ژغورل کیدو یوازینۍ لار د همدې اسلامي نظام ترشاه کلک درېدل دي .

په غزنې کې د یتیمانو د روزنې لپاره دیاد دارالایتام د بنسټ ډبره داسي مهال ایښودل کیږي چې ښاغلي حاجي نجیب صاحب په یوه پیغام کې مجاهدینو ته د ټولنیزو سپارښتنو ترڅنګ داهم ویلي چې د شهیدانو په کورنیو باندي تل خیال کوی او هغوی هیڅکله له یاده مه باسئ.

۱۴۴۳/۸/۱۳
۱۴۰۰/۱۲/۲۵