‏ننګرهار: ۲۱،۶ میلونه افغانېو په لګښت د یو سړک  قیر ریزۍچارې پېل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې فواید عامې ریاست مخې ته غځېدلی او میا اسلم پلازې شاته سړکونه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ۲ کیلو مټر سړک، پیاده روو، ویالې او ګلدان درلودونکی دی، د قیر ریزې چارې  د یو قراردادي شرکت “روښانه سهار” له لوري د یو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې فواید عامې ریاست مخې ته غځېدلی او میا اسلم پلازې شاته سړکونه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ۲ کیلو مټر سړک، پیاده روو، ویالې او ګلدان درلودونکی دی، د قیر ریزې چارې  د یو قراردادي شرکت “روښانه سهار” له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.
غونډې ته وینا کې د جلال اباد ښاروال وویل، چې موږ هوډ کړی، چې د ښار په ټولو ناحیو کې متوازن انکشاف رامنځته کړو، ترڅو هغه برخه چې په تېرو څو کالونو کې ورته کار نه دی شوی، هغلته د ابادۍ او پرمختګ پروژې پلي کړو.

په ورته مهال د تخنیکې او سکتوري چارو رئیس وویل، چې په دغه سړک باندي ۲۱،۶  میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دغه پروژه کې دوه سړکونه قیر کول شامل دي، یو د فواید عامې ریاست مخې سړک دی، بل میا اسلم پلازې شاته یوه کوڅه ده چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وتلې.

یاد سړکونو جوړیدو سره به سلګونه د سیمې اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شې او چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شې.