ننګرهار کې د ۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت د فرعي سړکونو او ويالو جوړولو چارې پيل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې کې د ښاروالۍ ادارې په هڅو د UNOPS ادارې په لس ميلیونه افغانيو مالي لګښت د يو کيلومتر په اوږدوالي فرعي سړکونو او ويالو په کانکريټي ډول د جوړولو چارې پيل شوې، چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وړاندې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲)
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې کې د ښاروالۍ ادارې په هڅو د UNOPS ادارې په لس ميلیونه افغانيو مالي لګښت د يو کيلومتر په اوږدوالي فرعي سړکونو او ويالو په کانکريټي ډول د جوړولو چارې پيل شوې، چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو او بېړنيو اولیه خدمتونو وړاندې کول دي، چې تر ډېره د یادو پروژو پیسې کاریګرو او بشري قوې ته ځانګړې شوي دي.