ننګرهار کې؛ ګڼ شمېر وړې پروژې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) د ننګرهار ولایت سیندیزې حوزې د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام له لارې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۴۴ وړې پروژې بشپړې کړې، د سیندیزې حوزې رئیس وایي چې په یادې ولسوالۍ کې ۴۰۱ کیلو متره کانالونو پاک کارۍ ترڅنګ سړکونه ویالې رغولي چې پکې ۴۶۳۱۱ تنو ته پکې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) د ننګرهار ولایت سیندیزې حوزې د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام له لارې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۴۴ وړې پروژې بشپړې کړې، د سیندیزې حوزې رئیس وایي چې په یادې ولسوالۍ کې ۴۰۱ کیلو متره کانالونو پاک کارۍ ترڅنګ سړکونه ویالې رغولي چې پکې ۴۶۳۱۱ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه او هر کاریګر ته د ورځې په کاري موده کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېده، د کار په بدل د خوړو ورکړې پروګرام له لارې کاري فرصتونه را مینځ ته شوي او په ډیرو ولسوالیو کې کارونه دوام لري.