ننګرهار کې، درې سربندونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) دننګرهار کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وایي چې د اچین ولسوالۍ د ګاوه کلي کې د ۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو سربند، ۵۳ متره کانال او ۵۰ متره استنادي دیوال درلودونکی و په اساسي ډول ورغول شو ،همدارنګه په یادې ولسوالۍ کې د باغ درې کلي کې هم د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) دننګرهار کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وایي چې د اچین ولسوالۍ د ګاوه کلي کې د ۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو سربند، ۵۳ متره کانال او ۵۰ متره استنادي دیوال درلودونکی و په اساسي ډول ورغول شو ،همدارنګه په یادې ولسوالۍ کې د باغ درې کلي کې هم د ۲،۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو د اوبو سربند او ۱۶۰ متره ویاله په اساسي ډول ورغول شو، چې د پروژو په جریان کې ۲۵۶ کاریګرو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې د دواړو پروژو په بشپړیدو سره ۶۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه  شي،
رئیس وویل چې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند ډیګۍ کلي کې د ۵،۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰۰ متره ویالې، ۱۰ پلچکونه او ۱۰ د اوبخور ورښونه په اساسي ډول ورغول شول، او ۲۰۰۰ متره ویاله یې هم پاک کاري شوه،
چې د پروژې په جریان کې ۱۷۰ کاریګرو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې وه، چې د دی پروژې په بشپړیدو سره ۲۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه ترې خړوبه شي.