ننګرهار: په پنځو سړو ولسوالیو کې د نجونو ازموینې بهیر پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست مسٶلینو وایي چې د پوهنې وزارت د پریکړې په اساس د ننګرهار ولایت  پنځو ولسوالیو حصارک، شیرزاد، پچیراګام، خوګیاني، او کوټ ولسوالیو کې د نجونو په ۱۷ لېسو کې د نجونو د دولسم ټولګیو ۴۸۰ تنو څخه د ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو. د دوی په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست مسٶلینو وایي چې د پوهنې وزارت د پریکړې په اساس د ننګرهار ولایت  پنځو ولسوالیو حصارک، شیرزاد، پچیراګام، خوګیاني، او کوټ ولسوالیو کې د نجونو په ۱۷ لېسو کې د نجونو د دولسم ټولګیو ۴۸۰ تنو څخه د ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو.

د دوی په خبره د پوهنې وزارت په هدایت د یادو نجونو د ازموینې نتایج به د همدې میاشتې په درویشتمه نېټه اعلان او د ازموینې د نېټې تر لسو کاري ورځو پورې به یې نتایج د پوهنې وزارت ته استول کیږي. یاد مسٶلین وایي په ازموینه کې هغه نجونې چې په تیرکال کې ناکامه شوي یا محرومې شوي برخه نشي اخیستی.
د تیر کال ناکامه شوې او محرومې شوې نجونې او د همدې ازموینې ناکامه شوو نجونو لپاره به د ازموینې دوهم چانس د همدې روان کال د کب په میاشتې کې برابریږي.
د یادونې وړده چې د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار او پاتې ولسوالیو د دولسم ټولګیو د نجونو د ازموینې د ورکړې پلان هم د پوهنې وزارت لخوا جوړ شوی چې د ازموینې نېټه به یې په ترتیب سره په خپل وخت اعلان شي.