ننګرهار: نږدې لس زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) په ننګرهار ولایت کې د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیت  چې د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد یې مشري کوي په خپل کاري سفر کې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د فتح آباد او خیرآباد قریو کې تقریباً ۹۱۸۱ جریبه امارتي ځمکه تثبیت […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) په ننګرهار ولایت کې د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیت  چې د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد یې مشري کوي په خپل کاري سفر کې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د فتح آباد او خیرآباد قریو کې تقریباً ۹۱۸۱ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.
د هیئت رئیس وایي چې د  فتح آباد په قریه کې ۶۴۰۰ جریبه او د خیرآباد په قریه کې ۲۷۸۱ جریبه اماراتي ځمکه غصب شوې ده،  چې د غاصبینو لخوا پکې په خپل سر ښارګوټي جوړ او خلکو ته په غیر قانوني توګه د پیسو په مقابل کې ویشل شوې ده